د سولي عالي شورا: د مخالفينو سره د سولي د خبرو ښه شرايط برابر دي

د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر وايي، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د تېر په نسبت، اوس د سولي د خبرو ښه شرايط برابر شوي دي.

محمد کريم خليلي دا څرګندونې تېره دوشنبه په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وکړې او ويې ويل چي د مخالفينو په ليکو کي سوله غوښتونکي افراد هم شته. هغه زياته کړه افغانان سولي ته اړتيا لري او سولي ته هم په سيمه ييزه او هم نړيواله کچه اوس شرايط برابر شوي دي.

د سولي د عالي شورا د دارالانشا رئيس بيا يو ځل بيا ټينګار وکړ چي د افغانستان حکومت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو د پيلېدو لپاره هېڅ مخکني شرطونه نه لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...