راپور: محمد یار مجروح
د سولي د ولسي حرکت غړي وايي، په سیمه ییزه کچه يې د وسله والو طالبانو، عامو خلګو او افغان سرتیرو سره لیدلي او د هغوی ملاتړ يې خپل کړی دی.
د سولي ولسي حرکت شاوخوا دوې میاشتي مخکي له هلمند څخه تر کابله پلي تګ پيل کړی او د جنګ له ښکیلو غاړو يې غوښتنه دا وه تر څو روانه جګړه بس کړي او د سولي لار خپله کړي.
د سولي د ولسي حرکت غړي محمد موسی آزاد وايي، چي د وسله والو طالبانو سره يې په مخامخ لیدنه کي غوښتي تر څو له افغان حکومت سره د سولي ادرس معلوم کړي او له جګړې لاس واخلي.
ده زیاته کړه، وسله والو طالبانو د دوی هڅي د سولي په برخه کي ستایلي او دهمکارۍ ډاډ يې ورکړی دی.
د خبري کنفرانس پر مهال د سولي د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وویل، چي دوی یو کمېسیون جوړ کړی تر څو په ولایتونو کي له طالبانو، قومی مشرانو او حکومتي چارواکو سره د رواني جګړې د پای ته رسیدو په اړه خبري وکړي.
دده په خبره په کابل کي يې د بهرنیو هیوادونو سفارتونو ته ناستي کړي او له هغوی يې غوښتي تر څو د سولي په برخه رښتنیي ګامونه واخلي.
که څه هم طالبانو په لومړیو کي د سولي ولسي حرکتونه او پرلتونه د بهرنیانو پروژې بللي، خو د سولي د یاد حرکت غړي وايي، طالبانو يې د دې کار هرکلی کړی دی.
د سولي ولسي حرکت غړي د افغانستان د سولي پر شورا نیوکي کوي او زیاتوي چي په تیرو ۱۷ کلونو کي لاس ته راوړني نلري.
دوی د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ درې ورځنی اوربند د ولسي حرکت یوه لویه لاس ته راوړنه بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون