د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو په یوه لویه حمله کي ۲۲ پوليس وژل سوي

ځايي چارواکي وايي، چي د وسله والو طالبانو يوې لويې ډلي د ارغنداب ولسوالۍ د مرکزي کمربند پر پوستو له تیر ماخستن راهیسي بریدونه پيل کړي چي لاهم دوام لري.

د زابل یوه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چي په دې برید کي ۲۲ تنه پوليس وژل سوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

سرچینه زیاته وي، چې د ولسوالۍ د کمر بند ۳ پوستو سقوط کړی او ۳ نورو له خپلي اصلي موقعیت څخه د ولسوالۍ تعمیر ته پر شاه سوي.

د زابل مرستیال والي رحمت الله یارمل وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کي دوی د تيري شپې د جګړې په ترځ کي د ۱۸ پوليسو د وژل کیدو معلومات تر لاسه کړي خو وسله وال طالبان د دې دوه برابره زیات تلفات لري.

وسله والو طالبانو د زابل د تیري شپې د نښتو په اړه کومه تبصره نع ده کړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...