راپور: نثار احمد څپاند
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مسٔوولین وايي، چې په دي وروستیو کې د مسجدنو، دیني مدرسو او نورو مقدسو ځایونو چاري يې ګړندی کړيدي او هڅه کوي چي پرتي ستونزي هواري کړي.
د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عبدالحکیم منیب په زابل کي د دیني علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او میرمنو یوې پراخي غونډي ته په خبرو کې وویل، چي د مخکي کلونو په نسبت د مسجدونو د جوړولو او ترمیم لپاره یې بودیجه لس چنده زیاته کړې.
نوموړي وویل، څو کاله وړاندي حکومت هر کال د مسجدونو د جوړیدو لپاره یو میلیون ډالر مصرفول خو له کله راهیسي چي نوی نظام په اوجود راغلی دغه پیسي درې میلیونه ډالرو ته په کال کې زیاتي سوي او بالاخره تیر کال لس میلیونه سوې.
منیب وویل، افغان دولت د ولس مقدساتو ته درناوی کوي او دوي په دي هڅه کي دي چي دغه پاملرنه لا نوره هم زیاته کړي.
د حج او اوقافو وزارت معین په دغه غونډه کي د ځوانانو لپاره د سیرت نبي د سیالیو د سرته رسولو اعلان هم وکړ.
د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکي د افغان دولت له خوا د دیني او مذهبي مقدسو ځایونو لپاره له پاملرنې خوښي ښيې او وایي، چي دا ډول کارونه خلک او حکومت لا نور هم سره نژدې کوي.
دوي وايي، له دولت سره به د دیني پروګرامونو او پروژو په عملي کولو کي هر ډول مرسته وکړي،
افغان حکومت تصمیم لري، چي په هیواد کي د روانو ستونزو او خلکو د غوښتونو پر بنسټ پر دیني مسایلو زیات تمرکز وکړي.
دا مهال د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کي لويي او غټي مدرسي جوړي سوي دي.