د زابل داقتصاد ریٔس وايي، چي سږکال به په دې ولایت کي د اته سوه میلیونه افغانیو په ارزښت ۷۰ لويي او کوچنۍ پروژې عملي سي

راپور: نثار احمد څپاند

دزابل داقتصاد ریس سید اکرام الدین واصل وايي، د ۱۳۹۷ کال په پلان کي ۷۰ اړیني او مهمي پروژې لري چي په مرکز کلات او ولسوالیو کي یې دامهال دیوشمیر پروژو کار پیل سوي دی او د کال تر وروستیو به یې ټولي پروژې بشپړي سي.

ښاغلی واصل دهیوادتلویزون سره په یوه ځانګړې مرکه کيوویل، چي په دې رغنیزو پروژو کي ۳۸ پروژې یې دتیرکال انتقالي دي چي دځینو دلایلو له امله یې کارونه نه وه پیل سوي او یاهم نه دي بشپړ سوي او پاته ۳۲ یې نوي پروژې دي.

دده په وینا ددې پروژو مالي لکښت شاه وخوا اته سوه میلیونه افغانیو ته رسیږي چي دافغان دولت او هندوستان هیواد دمرسته سویو پیسو څخه تمویلیږي.

نوموړی زیاتوي، چي دا پروژې ډیری یې د پوهني ، کرهڼي ، روغتیا او خلکو دژوندانه سطحي دلوړولو په برخه کي دي، چي په مرکز کلات او ولسوالیو کي به پلي سي چي ورسره به زرګونو بې کارو کسانو ته دکار زمنیه برابره سي.

داقتصاد ریٔس زیاتوي، چي ددې پروژو په عملي کولو سره به دا  ولایت د بیا جوړیدو په برخه کي ډیر پرمختګ وکړي او دخلکو ژوند به ورسره بدلون وکړي.

نوموړی وايي، اقتصاد د ټولني او هیواد د ملا تیر دی او که د خلکو اقتصاد جوړ وي د جنګونو، نا امنیو او جرمونو پېښي ورسره را کمیږی او ولس په سوله او ثبات کي ژوند کوي.

دزابل داقتصاد ریٔس په داسي حال په دې ولایت کي دلسګونو پروژو دعملي کیدو خبره کوي چې دنوي ولایتي رهبرۍ له راتګ سره دخلکو هیلي را ژوندۍ سوي او تمه لري چي زابل به په هر اړخیز ډول پرمختګ وکړي اوخلک دهوسا او ارامه ژوند خاوندان سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...