راپور: اجمل وصال
د روزګان ځایي اوسیدونکي، قومي مشران او مدني فعالین وایي، په دغه ولایت کي سته نا امنۍ ددې لامل سوې چي د ولایت ۹۰ سلنه اوسیدونکي په ټاکنو کي د ګډون لپاره د نوم لیکني پروسه کي برخه نه سي اخیستلای.
اندیښنې دادي که امنیتي ساحي پراخي نه سي، نو په روزګان کي به رارواني ټاکني یوازي نمایشي بڼه ولري.
په هیواد کي د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکني پروسه څه کم یوه میاشت مخکي پیل سوه خو د روزګان په څیر په هغو ولایتونو کي چي زیاتي سیمې یې د وسله والو په واک کي دي د خلکو سختي اندیښنې هم له ځان سره لري.
د لته نیوکي دادې چي تر ۹۰ سلنه زیات اوسیدونکي ځکه د ټاکنو لپاره د نوم لیکني په پروسه کي برخه نه سي اخیستلای چي واک یې د طالبان په لاس کي دی.
دغه روزګاني اوسیدونکي نه یوازي نا امني د ټاکنو پر وړاندې خنډ بولي ، بلکي وایي، په یوشمیر امن سیمو کې بیا زور واکي او په ځانګړې توګه د دولتي چوکیو څخه ناوړه ګټه اخیستنه د ټاکنو شفافیت ته زیان اړوي.
د روزګان د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشراحمد شاه قانوني وایي، که د ولایت په مرکز او ولسوالیو کي امنیتي ساحه پراخه سي، نو دوی به د نوم لیکني مرکزونه سملاسي هغو سیمو ته هم ور وړي.
قانوني وایې، دنوم لیکني پروسې د پیل څخه تردې مهاله ۱۱۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې چي زره یې ښځینه دي.
هغه وایي، ولسوالیو ته د لویو لارو بندښت ددې لامل سوی چي لاهم یوشمیر ولسوالیو ته د نوم لیکني مامورین او مواد نه دي رسیدلي.
په دغه ولایت کي مېشت د ملي اردو د څلورمي لوا قومندان ډګروال رحمت شاه قیمتي وایې، دوی زیات امنیتي پلانونه ترلاسه لاندي لري چي په پلي کولو سره به یې خلکو ته د رایې ورکولو لپاره د نوم لیکني زمینه برابره سي.
د افغان دولت وسله والي ډلي نه یوازي تر خپل واک لاندي سیمو کي د ټاکنو د بهیر پروړاندې خنډ دې بلکي په امن سیمو کي یې هم د تیرو څو اونیو راهیسي د نوم لیکني پرمرکزونه ګڼ بریدونه ترسره کړی دې.