دغه پېښه پرون د ترينکوټ په ابردي سيمه کي هغه مهال سوې، کله چي په سيمه کي د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان دولت چاڼيز عمليات روان وو.
د روزګان د والي وياند نويد افغانزوى وايي، چې په دغه سيمه کي د يوې کورنۍ ګڼ شمېر ماشومان د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله وژل سوي او ټپيان دي، خو شمېر يې ياد نه کړ.
ده زياته کړه، په هغو سیمو کي چي د وسله والو طالبانو پر وړاندي عملیات ترسره کېږي، باید ځایي اوسېدونکي مخکي تر مخکي د جګړې له سیمې ځان وباسي.
ځايي اوسېدونکي او د وژل سوو ماشومانو د کورنۍ غړي وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه، کله چي د افغان ځواکوانو له خوا توغول سوى هاوان پر يوه کور ولګېده.
د وژل سوو ماشومانو پلار ابراهيم، وايي، چي په دې پېښه کي يې د کورنۍ پنځه انجونۍ او يو هلک وژل سوي او دوه تنه نور چي يو هلک او بله نجلۍ ده، ټپيان دي.
نوموړي له مسٔوولينو وغوښتل چي د پېښي عاملينو ته سزا ورکړي.
له روزګان څخه د دې ماشومانو د مرګ ژوبلي راپور په داسي حال کي ورکول کیږي چي تیرې څو میاشتي په افغانستان کې د ولسي خلکو لپاره خونړۍ میاشتي وې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.