راپور: اجمل وصال
مسٔوولین وایي، د نصرت په نوم چاڼیز پسرلني عملیات د تیرو څو ورځو راهیسي د مرکز ترینکوټ په شمال لودیځ سیمه کې پیل سوي، چي د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلي ترڅنګ ګڼي سیمي هم تر دولتي حاکمیت لاندي راغلي.
د روزګان مرکز ترینکوټ تر ځنډ وروسته یوځل بیا د جګړې په تود ډګر بدل سوی، خو داځل د ښار شمال لویدیځ لورې د زاو په سیمه کي د نصرت په نوم عملیات چي پسرلني او د طالبانو د ځپلو لپاره پیل سوي.
په سیمه کې وسله وال طالبان د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو د امنیتي ځواکونو د پرمختګ مخه نیسي خو بلخوا امنیتې ځواکونه بیا یوازي نه دي د هغوی سره هوایې ملاتړ او توفچي بریدونه ملتیا کوي.
د جګړې دروند زیان ملکیان ویني ځکه ښکیلي خواو له خلکو له کورونو څخه پر بل ډزي کوي.
سرتیري وایي، د ګډو ځواکونو لخوا دغه چاڼیز عملیات به تر هغه دوام ولري ترڅو ټولي سیمه د طالبانو څخه نه وي په لاس راوړل سوي.
مسٔوولین هم وایي، د زاو په سیمه کي د نصرت په نوم عملیات د تیرو څو ورځو راهیسي د ګډو امنیتي ځواکونو لخوا پیل سوي او موخه یې د سیمي څخه د طالبانو ایستل دي.
امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وایي، په روانو عملیاتو کې تردې مهاله لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼي سیمې هم په لاس راوړل سوي.
صدیقي وایي، امنیتې ځواکونه هم د سر زیان لري.