د روزګان والي وایي، خلګ دي د پیژندپاڼو په اخیستلو او د نوم لیکني په برخه کي خپل مسٔوولیت ادا کړي

راپور: اجمل وصال

په ولایت په مقام کي د مسٔوولینو ترڅنګ قومي مشران ، دیني عالمان او دولتي مامورین راټول سوي او د راتلوونکو ټاکنو لپاره د نوم پر ارزښت خبري کوي.

غوښتني دا دي چي باید ټول خلګ لومړی په دغه ولایت کي د پیژنډپاڼو د ترلاسه کولو مرکزونو ته ولاړ سي او تر هغه وروسته د ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړې.

د روزګان والي او امنیه قومندان په دې برخه کي د هر ډول ستونزي له منځه وړلو ته چمتو دي.

بلخوا ددغه ولایت قومي مشران او دیني عالمان هم له خلکو غواړي چي په دې برخه لیک ټاکوونکي پروسه کې ګډون وکړي.

په هیواد کي د راتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکني پروسه تیره اونۍ پیل سوه روزګان چي د ټاکنو لپاره ۶۵ مرکزونه لرې تردې مهاله یې تر۲۰ پورې پرانیستل سوي دي.

اندیښنې دادې چي ددغه ولایت تر ۹۰ سلنه زیاتي هغه سیمي چي دا مهال د وسله والو په ولکه کي ده اوسیدونکي یې په دې ملي پروسه کي د ګډون څخه بې برخي پاته کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...