د روزګان امنیتي مقامات: پر خاص روزګان ولسوالۍ مو د وسله والو برید پر شا تمبولی

د روزګان امنیتي مقامات وايي چي پر خاص روزګان ولسوالۍ يي د وسله والو برید پر شا تمبولی.

د نوموړي ولسوالۍ د مرکز د سقوط له پاره وسله والو برید کوونکو طالبانو ډله ییزبریدونه پيل کړه چي د نن سهار تر ناوخته پوري يې دوام در لود.

د روزګان امنیه قومندان سمونوال محمدخطاب خنجري وايي، چي افغان قواوو د وسله والو بریدونه پر شا تمبولي او د ولسوالۍ د سقوط مخنیوی يې کړی.

دغه راز په یاده جګړه کي دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو چارواکي يې کره شمېره نه ښيي.

د روزګان امنیه قومندان ښاغلي خنجري وويل چي د خاص روزګان ولسوالۍ په جګړه کي د قاطع ماموریت هوايي قواوو هم د افغان ځواکونو مرسته کړې.

خاص روزګان د ولایتي مرکز ترینکوټ په ۸۰ کیلو میترۍ کي ختیځ لورته د زابل او غزني سره په سرحد کي نږدې پرته ولسوالي ده، چي ډيري برخي يې له تیرو ۳ کالو راهیسي له دولتي حاکمیت څخه بهر دي.

وسله والو طالبانو بیا د خاص روزګان ولسوالۍ د جګړې په اړه رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کي ادعا کړې، چي د ولسوالۍ پر مرکز يې موټر بم حمله او وسله وال بریدونه کړي، چي حکومتي قواوو ته يې درانه تلفات پکښي اړولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...