د تورخم لار یو ځل بیا څلورویشت ساعته پرانیستل سوه

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، وروسته له هغه چي پر تورخم دروازه د ٢٤ ساعته تګ راتګ زمينه برابره سوه، شاوخوا زرو لاريو تګ راتګ کړی دئ.

دوی وايي، د تيرو څلورويشت ساعتونو په جريان کي نږدې پنځه سوه لارۍ له دې غاړي او په همدغه شمېر له ها غاړي راغلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، په تېر کي پر دې لاره ۱۲ ساعته تګ راتګ کېده، خو په ياده دروازه کي د افغانستان او پاکستان د مسئولينو د ګډي هوکړي له مخي ياده چاره ۲۴ ساعته سوه، چي د بار وړونکو موټرانو تر څنګ اوس عام مسافر هم په دې موده کي تګ راتګ کولای سي.

کلونه وړاندي هم پر تورخم تګ راتګ څلورويشت ساعته وو، خو په سيمه کي د پاکستاني او افغان ځواکونو تر يوې نښتي وروسته ياده چاره لومړی په ټپه ودرېده او بيا وروسته يوازي د ورځي د تګ راتګ زمينه برابره سوې وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...