خبريال: جواد (داوري)
د تريخ ناور او نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کورونه يې په هوايي بريدونو کي ويجاړ سوي دي.
دغه کورنۍ چي تازه خپلو کورونو ته ستانه سوي دي، له دولت څخه د مرستي غوښتنه کوي. امنيتي چارواکي وايي، د ملکي خلکو کورونه وسله والو طالبانو د سنګر په ډول کارول، نو ځکه په بريدونو کي ويجاړ سوي دي.
د لښکرګاه دريمي حوزې بولان منډوي، تريخ ناور، د نادعلي ګروپ شش او دوراهي د سيمو اوسېدونکي پر امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو نيوکه کوي، چي کورونه يې په هوايي بريدونو او ماين چاودنو کي ويجاړ سوي دي. دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چي د کورونو په جوړېدو کي ورسره مرسته وکړي.
دغه کورنۍ چي تازه خپلو کورونو ته ستنې سوي دي، وايي، د اکثره کليو کورونه له منځه وړل سوي دي. پر همدې مهال د نادعلي د امنيه قومندانۍ مرستيال عبدالباري وايي، وسله والو طالبانو شاوخوا يوکال د ملکي وګړو کورونه د جګړې د سنګر په ډول کارول، نو ځکه د جګړې پر مهال شخصي کورونه هم تر هدف لاندي راتلل. نوموړی وايي، اکثره کورونه د وسله والو طالبانو د ماين چاودونو او هوايي بريدونو له امله وران سوي دي.
دغه عمليات چي اوس د نادعلي ډيري سيمي يې په خپل واک کي اخيستي دي، بيا هم خلکو ته اجازه نه ورکول کيږي، چي خپلو کورونو ته ستانه سي، ځکه اوس هم پر عمومي سړکونو، پلي لارو او د عامو خلکو په خالي کورونو کي د ماين چادونو خطر ليدل کيږي. د سيمي اوسېدونکي د عملياتو ترڅنک له امنيتي ځواکونو غواړي، چي سيمه يې د ماينونو له شتون څخه پاکه کړي.