راپور: نورګل اندړوال
دبغلان دسولي شورا دنوی ریٔس اسدالله شهباز دپيژندني لپاره جوړه سوې غونډه کي چارواکو وویل، چي په تیرو اوو کلونو کي په دې ولایت کي ۱۲۰۰ تنه دحکومت مخالف وسله وال له ۸۵۰ میله وسلو سره دسولي پروسې سره یوځای سوې دي.
دوی وایي، چي که عام مخور کسان دسولي لپاره کار وکړي شونې ده چي په هیواد کي به زیات کسان جګړه پرېږدي.
ددې ولایت په ولایتي شورا کي ځيني وکیلان په دې اند دي چي ډيری کسان په اداراتو کي دفساد دزیاتوالي له امله اړ سوي تر څو ددولت ضد وسله والو ډلو سره یو ځای سي .
دبغلان دسولې ولایتي کمیټې لپاره نوی ټاکل سوی ریٔس اسدالله شهباز وایي، چي دسولي لپاره به په پوره بې پلوۍ سره هڅي وکړي.
شهباز وايي، چي که څه هم افغان حکومت او نړیوالي ټولني دمیلونونه په لګښت سره سولي ته کار کړی خوعام خلک یې دسولې عالي شورا تیر دیو نیمې لسیزې کارونه چندان دپام وړ نه بولي .
دلته عام باورونه پریږدې چي دبغلان په کچه دسولي کمیټې په نوو ګمارنو سره په دې ولایت کي تر پخوا زیات کسان دسولې له بهیرسره یوځای سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون