د بشر حقونو خپلواک کمېسیون: پروسږ کال د نورو کلنو په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره وه

رپوټ: خالد همت

په کندهار کي د بشر حقونو خپلواک کمېسیون رئیس شمس الدین تنویر وایي، پروسږ کال په جنوب کي د ملکي کسانو مرګ ژوبله زیاته وه، په خاصه توګه په کندهار او زابل کي ډېر ملکي کسان ژوبل سوي او وژل سوي دي.

تنویر وایي، پروسږ کال په دغه دوو ولایتونو کي د ۱۶۱۴ ملکي کسانو مرګ ژوبله له دوی سره ثبت سوې ده، چي له جملې څخه ئې ۹۶۲ کسان وژل سوي دي.

تنویر وایي، ډېره مرګ ژوبله د ماینونو او هوایي بمباریو له امله سوې ده.

تنویر وایي، په هیواد کي ډېر د جنګ قربانیان کوچنیان دي او پروسږ کال ئې د مرګ ژوبلي کچه لوړه وه.

دی وایي، تمه لري چي له دې وروسته به د ملکي کسانو مرګ ژوبله صفر سي، ځکه طالبانو د سولي تړون کړی او باید د جګړې دواړي خواوي د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

بلخوا په کندهار کي د سولي ولسي حرکت د رهبرۍ غړی منور احمد واحدي وایي، تېر کلونه له غم او ستونزو څخه ډک کلونه وه، ځکه چي په هیواد کي ډېرو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

واحدي وایي، له روان جنګ څخه ډېري کونډي او یتمان پاته سول، چي اوس مهال بې سرپرسته دي، نو د جګړې ښکېلي غاړي باید سوله وکړي.

له طالبانو سره د سولي هوکړي خلګ هیله من کړي، چي په هیواد کي به سوله راځي او جګړه به پای ته رسیږي.

خلګ وایي، لکه څنګه چي طالبانو له امریکا سره تړون وکړ، باید له افغان حکومت سره هم ژر یوې ښه پایلي ته ورسیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...