د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، په ټولنه کي نژدې پنځوس سلنه خلګ په فقر او بیکارۍ کي ژوند کوي

راپور: محمد یار مجروح

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په افغاني ټولنه کي لا هم نژدې ۵۰ سلنه خلګ په فقر او بیکارۍ کي ژوند کوي.

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سرپرست شمس الدین تنویر د بشر حقونو نړیوالي اعلامیې د اویایمي کلیزی په لمانځغونډه کي وویل، د رواني جګړې له امله ورځ تر بلي سوداګري او ورځنی کاروبار تغیر کړی دی او مخ پر کښته روان دي.

دده په خبره حکومت ته پکاره ده چي د ژوند کولو لپاره مناسب چاپيریال جوړ کړي.

د بشری حقونو سرپرست همدارنګه زیاتوي چي، د حکومت له لوري یوازي له ۲۵ سلنه بیځایه سوو کسانو سره مرستي سوي چي دابسنه نه کوي.

دده په خبره د روانو ستونزو د حل لپاره سوله اړینه تر څو د انسانانو بشري حقونه پايمال نه سي.

د بشري حقونو مسؤلین پر افغان دولت ږغ کوي تر څو د رواني بیکارۍ او فقر د ختمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي او پدې برخه کي دي اساسي کار وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...