د امریکا د فلوریډا ایالت په جنوب کي د پیزي په یوه رسټورانټ کي د ګاز پایپ یوې چاودني له شلو زیات کسان ټپیان کړي دي.
دا چاودنه د فورت لاوډیر ډېل سیمي د جنوب په هغه واټ کي سوې، چي ډېره ګڼه ګوڼه پکښي وي او په نتیجه کي رسټورانټ ویجاړ سوی او څېرمه دوکانونه او موټر زیانمن سوي.
د اطفائيې مامورینو ویلي چي د پېښي په ځای کي یې د ګاز چاودلي پایپونه موندلي، خو چارواکي وايي، د پېښي د عواملو په اړه پرېکړه تراوسه له وخته مخکي ده.
د سیمي د پولیسو یوې افسري جسیکا راین ویلي، چي په چاودنه کي لږ تر لږه ۲۱ کسان سطحي ټپیان سوي دي.