د امريکا سفير جان باس: طالبان هم د سولي خبري کوي او هم د افغانستان ملي تاسيسات خرابوي

په کابل کي د امريکا سفير جان باس پر طالبانو نيوکه کړې ده، چي هم د سولي خبري کوي او هم د افغانستان ملي تاسيسات خرابوي.

نوموړي دغه څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي وسله والو طالبانو د سلام مخابراتي شرکت ته له ګواښ وروسته بريدونه پر پيل کړي دي.

تر اوسه په ميدان وردګو او خوست ولايتونو کي د سلام پر انتنونو او دوکانونو دوه بريدونه سوي او زيانونه یې ور اړولي دي.

په افغانستان کي د امريکا سفير جان باس په خپل ټويټر کي پر طالبانو نيوکه کړې ده، چي هم د سولي خبري کوي او هم يې د افغانستان د تأسيساتو په خرابولو پيل کړى دئ.

درې ورځي دمخه وسله والو طالبانو ګواښ کړی وو چي د سلام مخابراتي شبکي انتنونه، وسايطو او تجهيزاتو ته به د نظامي اهدافو په سترګه ګوري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...