د امريکا دفاع وزير: ايران او روسيه اوس هم د ترهګرو سره تسليحاتي مرستي کوي

خبريال: سيد حميد هاشمي

د امريکا دفاع وزير يو ځل بيا ويلي، چي روسيه او ايران اوس هم په افغانستان کي وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.

جيمز مېټس د ولسمشر ټرمپ د نوي تګلاري او د رواني جګړې د پاى ته رسېدو په اړه دغه څرګندوني کړي دي. د امريکايي رسنۍ (وال سټريټ ژورنال) د راپور له مخي، د ا مريکا دفاع وزير جيمز مټيس، چي څو ورځي مخکي يې افغانستان ته سفر کړى و، دغه څرګندوني د ناټو او امريکايي ځواکونو له قوماندانانو سره د خبرو او ليدنو پر مهال کړي دي.

سرچينې ويلي دي، ددې سفر پر مهال د امريکا دفاع وزير په خپلو څرګندونو کي پر روسيې او ايران نيوکي کړي دي، چي اوس هم د وسله والو طالبانو  سره د وسلو مرستي کوي. دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن هم تر دې مخکي دا ډول څرګندوني کړي وې.

جنرال نېکولسن د روسيې او ايران ترڅنګ په پاکستان هم تور پوری کړى و، چي د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. د امريکا دفاع وزير جيمز مټيس ويلي: ((سره له دې چي روسيه او ايران ترهګرۍ ځپلي، اوس دا له عقل څخه لېري او غير منطقي خبره ده، چي دوى اوس په نورو هيوادونو کي د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.)) د هغه په وينا، په نورو هيوادونو کي د ترهګرو ‌ډلو ملاتړ کول، په دې معنا نه دی، چي ترهګر به يو ځل بيا دغو هيوادونو ته زيان ونه رسوي.

بل خوا افغان حکومت وايي، په امنيتي برخه کي څلور کلن امنيتي پلان تر لاس لاندي لري او غواړي، د هوايي ځواک په تقويه کولو سره سيمه له ترهګرو څخه خوندي کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند دفتر سرپرست ښاغلی شاه حسين مرتضوي وايي، د فساد په برخه کي هم حکومت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او غواړي، د مځکو د غصب موضوع هم جدي ونيسي.

خو ددې سره سره پر حکومت نيوکه داده، چي خلکو ته د کار په پيدا کولو او د سيمي د امينت په را وستلو کي پاته راغلی دی. دا په داسي حال کي ده، چي ايران او روسيې منلې ده، چي د داعش پر ضد د ګډي همکارۍ لپاره يې له طالبانو سره اړيکي لرلي دي، خو دې ډلي ته يې د وسلو ورکول رد کړي او وسله والو طالبانو هم دا ادعاوي رد کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...