د امريکا او طالبانو په روانو مذاکراتو کي ؛ حامد کرزی د ملا برادر پر حضور خوښ او دا ګام يې اغيزمن بللی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولي د مذاکراتو په نوي پړاو کي چي په قطر کي روان دي ،د ملا عبدالغني برادر په ګډون خوښي څرګنده کړې ، د کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره سوې اعلاميه وايي چي برادر د طالبانو د اسلامي تحریک له لومړنیو مشرانو څخه دی، او په مذاکراتو کي يې ګډون اغیزمن او نیک کار دی.
حامد کرزي همداراز هیله څرګنده کړې چي په هېواد کي روان کړکېچ ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم له لارې حل سي ترڅو په افغانستان کي سرتاسري او تل پاته سوله قایمه سي او بالاخره دي ته زمینه برابره سي چي افغانان خپل هېواد په خپلو مټو جوړ او ودان کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...