په دغه لیدنه کي د رسنیو استازو له هغه څخه غوښتنه وکړه چي د محلي رسنیو په اقتصادي برخه کي دي ورسره همکاري وکړي او له مرکزي ادارو څخه دي وغواړي چي د مرکز تر څنګ په ولایتونو کي محلي رسنیو ته هم اعلانات ورکړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مشر فهیم دشتي په کندهار کي د محلي رسنیو له استازو سره پر ځیني ستونزو خبري وکړې.
په دغه ناسته کي د کندهار د نی ادارې مشر سیمع غیرتمل او د رسنیو استازو له ښاغلي دشتي څخه وغوښتل چي له مرکزي ادارې څخه وغواړي تر څو دلته په کندهار کي د خبریالانو ژوند ته پاملرنه زیاته سي.
دوی دغه راز وویل، محلي رسنیو ته له مرکز څخه حکومتي اعلانات ډېر کم ورکول کیږي چي په دې اړه هم باید د ژورنالیستانو اتحادیه هڅي وکړي تر څو دلته رسنۍ اعلانات ولري او اقتصادي ستونزي یې راکمي سي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر فهیم دشتي هم وویل، چي دلته د رسنیو ټولي ستونزي به له مرکزي ادارو سره شریکوي او د حل په موخه بې یې هڅي جاري وساتي.
هغه وویل، خبریالان باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یووالی ولري تر څو ستونزي یې هم پر وخت واورېدل سي او حکومت یې په اړه اقدام وکړي.
که څه هم په مرکز کي د رسنیو د ملاتړ ډيري ادارې سته خو په ولایتونو کي لا هم تر ډېره رسنۍ له اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون