د افغانستان د زراعتي علومو پوهنتون د ماسټرۍ ازموينه واخيستل

خبريال: سيد حميد هاشمي

د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ماسټرۍ تر کچي زده کړو لپاره ازموينه واخيستل.

د افغانستان زراعتي پوهنتون چي په ټول هيواد کي لمړي زراعتي پوهنتون دس، تر دا مهاله يې په يوه دوره کي شل کسان د زراعت برخي د اګرانومي څانګي څخه د ماسټرۍ تر کچي فارغه کړي دي.

د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون، چي په ۲۰۱۴ م کال کي د هند هيواد په مالي مرسته يې په کندهار کي په فعاليت پيل کړ، تر دا مهاله يې ۲۰ کسان د زراعت د اګرانومي څانګي څخه د ماسټرۍ په کچه فارغه کړي دي.

ملي زراعتي پوهنتون د ماسټرۍ کچي د زده کړو د دريمي دورې لپاره له شاوخوا ۵۰ کسانو څخه ازموينه واخيستل. د ملي پوهنتون رئيس دکتور خال محمد احمدزی وايي، په دې هڅه کي دی، چي د اګرانومۍ ترڅنګ د زراعت د مالدارۍ، باغدارۍ او د نباتاتو د مرضونو په برخه کي هم د ماسټرۍ په کچه کسان وروزي. دی وايي، د دريمي دورې ازمويني لپآره ۴۶ کسان د امتحان پر شرايطو برابر وو، چي ازموينه ځني واخيستل سوه، دی زياتوي، چي له يادو کسانو له جملې به شل کسان د دريمي دورې لپاره جذب کړي.

پر همدې مهال د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه په امتحان کي ګډون کوونکي کسان وايي،  چي د خوشحالۍ ځای دی، چي اوس مهال په افغانستان کي د ماسټرۍ په کچه د زده کړو زمينه برابره سوې ده. دوی زياتوي، افغانستان يو زراعتي هيواد دی او په دې برخه کي ډېر کار ته اړتيا ده. دوی له اړوند مسوولينو غواړي، چي د زراعت په ټولو برخو کي دي د ماسټرۍ تر کچي د زده کړو زمينه برابره کړي.

د زراعتي ملي پوهنتون مسوولين وايي، چي د ماسټري په کچه د کسانو روزل به د افغانستان د زراعت په پراختيا کي مهم رول ولوبوي. دوی وايي، د نړۍ له ټولو زراعتي پوهنتونونو سره يې اړيکي ساتلي دي او په راتلونکي کي به ملي زراعتي پوهنتون د سيمي په کچه يو لوی پوهنتون وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...