د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اسلام د ستر پيغمبر په نوم له سپکاوي ډکو انځورونو د جوړولو سيالۍ غندلې

دغه مطلب په هغه خبرپاڼه کي راغلى چي د بهرنيو چارو وزارت له خوا رالېږل سوې ده.

سرچينه کاږي، د نړۍ مسلمانانو د ګران او محبوب پیغمبر حضرت محمد(ص) په هکله د سپکو انځورونو جوړولو، خپرولو او نشرولو لپاره د سیالۍ ترسره کول، نه یواځي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت او ملت د ژورې خواشينۍ او تاثر لامل ګرځېدلى، بلکي د نړۍ د ټولو مسلمانانو او ازاد خیالو د احساساتو د پارولو لامل هم سوی دَی.

سرچينه زياتوي، ټولو ادیانو او بشري سپېڅلو ارزښتونو ته سپکاوى ناوړه او سپک کار دَی؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه نا انساني، ډېر ټيټ او اخلاقي او بشري حقونو او د بیان آزادۍ له منل سوو اصولو او معیارونو سره د مخالف عمل سخته غندنه کوي.

دغه اعلاميه په داسي حال کي خپره سوې چي د راپورونو په حواله، په هالنډ کي د اسلام د ستر پيغمبر علیه السلام په شان کي د سپکاوي سيالي ترسره کېږي.

هالنډ د پارلمان يوه وکيل د پيغمبر علیه السلام په شان کي د سپکاوي کوونکو کارتونونو سيالي جوړولو اعلان کړی دی.

دغه راز وسله والو طالبانو هم دغه کار غندلی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...