ولسمشر غني وايي، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د متحد ايالتونو ستراتيژي داسي فرصتونه برابر کړي دي، چي له هغو څخه بايد په اغېزمن ډول استفاده وشي.
ولسمشر اشرف غني د اسټراليا له ګورنر جنرال پيتر کاسګروف سره تېره پنجشنبه په ارګ کي د ليدني پر مهال دا خبره وکړه.
د اسټراليا ګورنر جنرال د امريکا د نوي ستراتيژۍ هرکلی وکړ او په ورته وخت کي يې له افغانستان سره د کانونو د تخنيکي همکارۍ او پانګوني په برخه کي د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړ. پيتر کاسګروف دا ژمنه هم وکړه، چي هېواد يې دې ته لېواله دی، چي د کرکټ د پياوړتيا په برخه کي هم د افغانستان سره همکاري وکړي.