د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په اړه یې له طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي

ددغه وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، چي دا خبرې د افغان سولې لپاره د هڅو یوه برخه وه او دوی به ورته لیدنې دوامداره وساتي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل سوي، چي دغه خبرې څه وخت سوې دي خو وایي، ازبکستان د افغانستان د ثبات او سولې لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کي وړاندې راغلي، چي د افغانستان د جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او ازبکستان له ژمنو سره سم په دې برخه کې همکاري کوي.

سرچینه زیاتوي، چې د تاشکند د کنفرانس او همدا راز د شانګهای سازمان کې له خبرو وروسته او د تماس ډلې له ژمنو سره سم ازبکستان د افغانستان په سوله کې همکاري کوي.

ازبکستان همدا راز د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند ستایلی دی او ددې اوربند دغځېدو غوښتنه یې کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...