دلس میلیونه افغانیو په ارزښت په لښکرګاه کي د سړک جوړوني پروژې کار پرانیستل سو

راپور: جواد داوري

د لښکرګاه ښاروالۍ چارواکي وايي، خلک د ټیکس او صفایي پیسو په ورکړه کي همکاري نه ورسره کوي له همدي امله يې د بیارغوني او نورو کارونو کي له مالي امکاناتو د نشتوالي سره مخ دي.

پرهمدي مهال د هلمند ولایتي شورا غړي له خلکو غواړي چي د لښکرګاه ښاروالي سره همکاري وکړي.

د لښکرګاه ښار د ۷ ناحيې اړوند ادارې ساحه کي د دوه کيلومتره سړک پخولو چاري د پټۍ په پرېکولو سره پېل سوې.

ياد سړک، چي د لښکرګاه ښاروالۍ د تشويقي بوديجې په مټ د شاوخوا لس ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي، له مخي يې د ۷ او ۶ ناحيو ترمنځ پرتو کورونو، مارکېټونو او اداري ساحې ته لويه اسانتيا رامنځته کېږي.

پر همدې مهال د هلمند مرستيال او سرپرست والي مجاهدالله صفاري ددې سړک پر پخولو خوښي وښوده او له ښاروالۍ يې هيله وکړه، چي لاهم په ښار کي عامه خدمات پراخه کړي او د سړکونو، کوڅو او چريو د پخولو لپاره لاس په کار سي.

هلمند ولایتي شورا ریٔس عطاالله افغان له خلکو غواړي چي د صفایي ټیکس او نورو اړونده مالي برخو کي د لښکرګاه ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د لښکرګاه ښاروال انجنیرمطيع الله بهير وويل: دغه سړک، چي په پاخه او اساسي توګه جوړېږي، پکښي د محلي موادو څخه ګټه اخېستل سوې او تر ډېره هڅه سوې، چې په سم کيفيت او په کم لګښت جوړ سي

هغه زياته کړه، ياد سړک د ښاروالۍ په تشويقي او پراختيايي بوديجه، چي شاوخوا لس ميليونه لګښت پر راځي جوړېږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...