دبغلان په مرکز پلخمري کي دکارتونو د ویش مرکزونو ته دخلکو کم ورتګ چارواکي اندیښمن کړي دي

عام خلک وايي، چي دټاکنو په بهیر بې باوري او ډاډمن امنیت نه شتون هغه لاملونه دي چي خلک زړه نه ښه کوي ترڅودرایې کارتونه واخلي.

د ټاکنوکمیسیون وايي، یوازي مرکز پل خمري کي دامنیتي وضعیت دخرابوالۍ له امله اتلس مرکزونه بند دي.
په ورته وخت کي والي هغه دولتي کارکوونکي بې غیرته بولي چي معاش دحکومت اخلي خو په ټاکنو کي ګډون نه کوي.
په بغلان کي دټاکنو کمیسیون مشر وايي، چي ۲۳ درایې کارتونو ویشلو مرکزونه یې په پلخمري کي فعال او اتلس نوریې دامنیتي وضعیت دخرابوالي له امله بند دي او ترهغه وخته به پکښي دکارتونو دویش لړۍ پيل نه کړي ترڅو چي ځواکونو د امنیت  ډاډ نه وي ورکړي.
په ورته وخت کي دیني عالمان او دپوهنتون استادان دامنیت نه شتون ، په ټاکنو بې باوري او دعامه پوهاوي نه شتون هغه څه یادوي چي خلک کارت اخیستو ته زړه نه ښه کوي.
پرهمدې مهال د بغلان والي عبدالحی نعمتي هغه دولتي کارکوونکي چي له حکومت معاش اخلي او په ټاکنو کي ګډون نه کوي بې غیرته بولي.
دبغلان په مرکز پلخمري کي خلک د کارتونو دویش مرکزونو ته په کمه کچه ورځي او همدا چاره ددې لامل ګرځيدلې څو ددې ولایت سیمیز چارواکي ددې عالمانو ، مدني فعالانو او خبریالانو سره ناستي وکړي او ددې حالته دوتلو یوه اغیزمنه لارپیدا کړي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...