د جوزجان ولايت چارواکي وايي، چي د اسلامي دولت ډلي يا داعش وسله والو د قوش تيپې او درزاب ولسوالۍ ډېري هغه سيمي نيولي دي، چي د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندي وې.
د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري وويل، چي ددې ولسواليو ډېري سيمي له پخوا راهيسي د طالبانو په ولکه کي وې، خو دداعش جنګياليو په تازه جګړو کي نوري سيمي هم لاندي کړي دي. نوموړی وايي، ((هغه سيمي چي طالبان پکي وه، لکه ګردن او شيربيګ داعشيانو له طالبانو څخه نيولي دي، ګردن سيمه يې په بشپړ ډول نيولې او هلته يې ولکه ټينګه کړې ده.))
د جوزجان د والي وياند زياته کړه، چي وسله والو طالبانو اوس دا سيمي پرې ايښي او د فارياب ولايت د دولت آباد ولسوالۍ خوا ته په شا شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.