هیله پسرلی
_ له کړکۍ مې ها خوا کتل. باران و.
_ څنګ ته مې ودریده، د کافي پیاله یې رامخته کړه.
_ غوړپ مې وکړ، خوږه وه په سخته مې تيره کړه.
_ پیاله مې په طاق کې کيښوده . ور ومې کتل: بوره لري!
_ اه وبخښه فکر مې نه وه.
_ کړکۍ يې پرانيسته . غوړپ یې وکړ، ويې ویل : باران ، کافي ،رخصتي ، واه ژوند همدا دی نو.
_ له تورو وريځو ډکه ورځ ، د یوې ستړې اونۍ ختم ، د بلې د شروع خلق تنګي، اممم هو، ژوند همدا دی.
_ څوک چې له بارانه خوند وانخلي له لمره یې نشي اخيستلی.
_ ښه ډيالوک دی خو اوريدل یې يوازې په فلمونو کې خوند کوي.
_ هغوی ته چې فلمونه ليدلی شي ژوند فلم دی.
_ کافي دې خوږه ده خو له ستونې مې نه تيریږي.
_ سترګې ېي پټې کړې، د کافي پياله یې پزې ته نږدې کړه، ارامه ساه يې واخيستله.
_ زه له کوټې ووتم.
پای