(( حکومت دي د بندیانو سرنوشت معلوم کړي ))

راپور: سید حمید هاشمي

د کندهار د محبس د بندیانو پایوازان او خپلوان چي  د خپلو بندیانو لیدو ته ورغلي وه  وايي، چي بندیان يې د تیرو څلور میاشتو څخه تر دوو کالو پوري په دغه محبس کي بندیان دي خو تر اوسه يې دوسیې ندي معلومي سوي.

د کندهار دسرپوزې محبس یو شمیر بندیانو د تیرو دریو ورځو راهیسي د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی.

د دوی په خبره بندیانو يې اوس د نه خوړلو اعتصاب کړی خو د محبس مسٔولین دوی نه پریږدي چي له خپلو بندیانو سر وګوري.

بلخوا د کندهار د استیناف محکمي ریٔس قضاوتیار ذبیح الله ابراهیمي وايي، چي د کندهار محبس د ۱۷۰ تنو سیاسي بندیانو دوسيې یوازي د ستري محکمي د یوه ځانګړي هیٔت لخوا څیړل کیږي، او دوی يې صلاحیت نلري.

هغه وايي، تر اوسه د یادو بندیانو له ډلي د ۶۰ تنو دوسيې څیړل سوي او دبند موده ورته ټاکل سوې خو بندیان د یاد هیٔت له پریکړي نا خوښه دي.

هغه وايي، یاد بندیان د ځینو کړیو لخوا قصدآ عتصاب ته هڅول سوي تر څو د دوی په کارونو کي ستونزي جوړي کړي.

دغه راز ابراهیمي وايي، چي په د کندهار یاد ۱۷۰ تنه بندیان چي ټول يې سیاسي دي د ټاکل سوي هیٔت لخوا به د دوسیو تر څیړلو وروسته د کابل د بګرام زندان ته انتقال سي.

د هغه په خبره په دغه ولایت کي اوسمهال هیڅ کوم جنايې بندي بې سرنوشت ندی پاته.

ومو غوښتل تر څو پدي اړه د اعتصاب کوونکو بندیانو او محبس د مسٔولینو سره هم ووینو خو د امنیتي موظفینو لخوا اجازه رانه کړل سوه.

خو ولایتي ادارې د یوي اعلاميي په خپرولو سره ویلي چي د کندهار محبس بندیانو  تیره ورځ ماپښین ناوخته خپل اعتصاب پای ته ورسوی.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...