د افغانستان د ملي امنيت شورا ويلي دي، له پاکستاني چارواکو يې غوښتي، چي د طالبانو د ډلي هغه پنځه لوړپوړي چارواکي افغان حکومت ته وروسپاري، چي دمګړی په پاکستان کي بنديان دي.
افغان او پاکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو تر منځ د سولي د خبرو پيلولو په موخه يو لړ شرطونه يو بل ته وړاندي کړي دي، چي يو يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بنديانو راکړه ورکړه ده.
د افغانستان ملي امنيت شورا وياند وايي، څو ورځي مخکي د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر په نيويارک کي د ملګرو ملتونو عمومي غونډي په څنډه کي د پاکستان له بهرنيو چارو له وزير خواجه محمد اصف څخه د پنځو طالب بنديانو د خوشي کېدو او افغان حکومت ته يې د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.
ويل کيږي دا طالب بنديان د سولي د خبرو پيلولو لپاره مهم دي. ويل کيږي، افغان حکومت ته ددغو طالب بنديانو په ورسپارولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولي خبرو پيلولو ته لار هوارېږي.