د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته په خطاب کي ویلي چي د سولي له پروسي سره یوځای سي او یا به یي پر وړاندي جګړه دوام وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دغه هيواد تر ولسمشرۍ انتخاباتو دوې ورځي وروسته تير ماښام په نیویارک کي د ملګرو ملتونو په ۷۴يمه عمومي غونډه کي د افغانستان په استازیتوب خبري وکړې او طالبانو ته یي دا پیغام ورکړ.
د حمدالله محب خبري تر ډېره د افغانستان پر سولي او جګړې متمرکزي وي.
ښاغلي محب طالبانو او د ده په وینا د هغو بهرنیو تمویلوونکو ته له دې ځایه پیغام واستاوه.
محب زیاته کړه، افغانان د سولي راوستلو په برخه کي پر خپله وړتیا باوري دي او د سولي په برخه کي بل ګام به خپله افغانانو له خوا واخیستل سي.
طالبان د افغانستان حکومت د امریکا لاسپوڅی بولي او له افغان چارواکو سره مخامخ خبري یې رد کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو په تيرو شاوخوا ۱۰ میاشتو کي په قطر کي د طالبانو له استازو سره د سولي ۹ دورې خبري وکړې، بالاخره د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ، چي له طالبانو سره په اصولو کي یوې موافقي ته رسېدلي دي.
خو د سپټمبر د ۵مي نيټې د کابل په شش درک سیمه کي د طالبانو تر برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر ولیکل چي په کمپ ډېويډ کي یې له افغان ولسمشر اشرف غني او د طالبانو له مشرانو سره خبري لغوه کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون