جنرال ډنفورډ: امنیتي حالاتو ته په کتو سره به پرېکړه وکړي چي ځواکونه باسي که یا

د امريکا د پوځ لوړپوړى قوماندان جنرال جوزيف ډنفورډ وايي، اوس له وخته مخکي خبره ده چي له افغانستانه د ځواکونو پر ايستلو خبري وکړي، په دي اړه به امنيتي حالاتو ته په کتو پرېکړه وسي.

نوموړي دغه څرګندوني پرون د امريکا د دفاع په وزارت کي يوې خبري غونډه کي کړي دي، چي له افغانستانه د ټولو ځواکونو ايستلو خبري لا له وخته مخکي دي.

جنرال ډنفورډ چي اوسمهال د امريکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستيزانو کمېټي رئيس دئ، له دې مخکي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان وو.

نوموړي دا خبري په داسي حال کي کړي چي په قطر کي د امريکا او طالبانو ترمنځ خبري وروستيو برخو ته رسېدلي او هوکړي ته په نژدې کېدو دي.

د دغو خبرو اترو مهمه موضوع له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل دي.

ډنفورډ زياته کړې، له افغانستانه د عسکرو ايستلو پرېکړه به د دغه هيواد امنيتي حالت ته په کتو کيږي.

ډنفورډ ویلي، يوې داسي موافقې ته اړتيا ده چي افغانان په خپلو کي خبري پيل کړي، څو د تاوتريخوالي کمېدو ته لاره هواره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...