د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید شیبې وړاندې کابل ته را ورسېد.
د ولسمشر لومړی مرستیال الوتکه شیبې وړاندې په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر ته را ورسېده.
د ولسمشر دوهم مرستیال په ګډون یو شمېر لوړپوړي چارواکي د حامد کرزي هوایي ډګر ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، ټاکل سوې چي د ولسمشر لومړی مرستیال نن ماښام د خپل کار په دفتر کې له رسنیو سره خبري وکړي.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجاي محمد محقق، د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور او یو شمېر نور سیاسي مشران هم د جنرال دوستم د هرکلی لپاره هوایي ډګر ته تللي دي.