راپور: سيد حميد هاشمي
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د طالبانو مشر مولوي هيبت الله له پاکستانه د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته يې خپلو وسله والو ته د هوايي عملياتو په مقابل کي د جنګي تکتيکونو د بدلېدو او له داعش وسله والو سره د نه مخالفت امر کړی دی.
د کندهار امنيه قوماندان وايي، چي د طالبانو مشر مولوي هيبت الله ۱۱ ورځي مخکي د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای اس ای» د غړو په مرسته د پاکستان د بلوچستان د ګريجنګل او د هلمند د بهرامچې د لاري موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته يې د خپلي ډلي د نږدې ۱۵ ولايتونو د نظامي مسؤلينو او وسله والو سره ليدلي دي.
د جنرال عبدالرازق په وينا، ملا هيبت الله وسله والو طالبانو ته ويلي دي، چي د دوی او د داعش وسله والو هدف يو دی او له دې وروسته دي مخالفت نه ورسره کوي. جنرال رازق وايي، ملا هيبت الله سره په دې سفر کي د طالبانو د استخباراتو مشر ملا شيرين، د مالي کمېسيون مشر ملا ګل اغا، د نظامي کمېسيون مشر صدر ابراهيم او د اکمالاتو مسؤل نعيم بړېڅی ملګري وه. امنيه قوماندان وايي، ملا هيبت الله او ملګري يې په موسی کلا کي له ۲ ورځو تېرولو وروسته، بېرته د بهرامچې د لاري پاکستان ته انتقال شوي دي.
قاري يوسف احمدي چي ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، په يوه استولي پيغام کي له وسله والو طالبانو سره د ملاهيبت الله ليدنه او د هغوی له کارونو څارنه يوه عادي پروسه بللې ده، خو له داعش سره د جګړې نه کولو خبره يې رد کړې ده.