د بلوچستان په کوټه کي د ډبرو سکرو په یوه کان کي د ګازو خپرېدو له امله څلور افغان کاریګر وژل سوي او یو بل ژوندی ژغورل سوی دئ.
راپورونه وایي، چي یاد افغان کان کیندونکي تر ۴۰ ساعتونو بند پاتي کېدو وروسته د سیمي د خلګو په مرسته را ایستل سوي دي.
د چارواکو په وینا د ډبرو سکرو یاد کان چي څلورنیم زره فُټه ژور دئ، ۱۱ افغان کان کیندونکو پکښي کار کوي.
په بلوچستان کي د طبیعي پيښو پر وړاندي د مبارزې ادارې مشر ویلي، چي په یاد کان کي د شپږو نورو لا درکه افغان کان کیندونکو د ژغورلو هڅي هم رواني دي.
دا لومړی ځل نه دئ چي د بلوچستان د ډبرو سکرو په کان کي د افغان کاریګرو د وژل کژدو خبر ورکول کیږي، بلکي پروسږ کال هم د کوټي د دوکي ولسوالۍ په څماولنګ سیمه کي د ډبرو سکرو په کان کي د چاودني له امله ۴ افغان کان کیندونکي وژل سوي وه.