بلخ: البرز عملياتو کي لسګونه طالب وسله وال وژل سوي دي

په بلخ کي د البرز ۱۱ تصفيوي عملياتو په ترڅ کي لسګونه طالب وسله وال وژل شوي او ۲۵ تنه ټپيان دي.

په شمال زون کي د شاهين قول اردو چارواکي وايي چي د البرز ۱۱ پوځي عملياتو په ترځ کي چي له يوې نيمې اوونۍ راهيسې د بلخ ولايت په چتمال ولسوالۍ کي دوام لري، ۴۵ طالب وسله وال وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان شوي او په خبره يې چي لسګونه ميله وسلې او د طالبانو نقليه وسايط د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مشر نصرت الله جمشيدي وايي، چي اته وسله وال طالبان يې د تخريبي فعاليتونو په تور د چمتال ولسوالۍ په البرز سيمه کي نيولي او د ملي امنيت ادارې ته يې سپارلي دي.

دا په داسې حال کي ده چي د شاهين قول اردو چارواکي وايي چي دې ولسوالۍ کي به عمليات تر هغه دوام وکړي، ترڅو چي دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو له شتونه پاکه شوي نه وي. خو وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...