د بشري حقونو د څار ډله وايي، د امریکا د مرکزي استخباراتو له ملاتړه برخمني افغان قطعې په بې محاکمي وژنو، په زور د خلګو په بي درکه کولو، بې توپیره هوايي حملو او د بشري حقونو په نورو سرغړونو کي لاس لري.
د بشري حقونو د څار ډلي یا (هیومن رایټس واچ) په خپل راپور کي چي نن یي خپور کړ، د دغو قطعو د فسخه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چي د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کي د سي آی اې له ملاتړه د دغو برخمنو ځواکونو ۱۴ قضیې څېړلي دي.
د بشري حقونو د څار ډله وايي، دغو ځواکونو د جنګي مقرراتو جدي سرغړوني کړي او په ځینو مواردو کي تر جنګي جنایته پوري رسېدلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخي، د سي آی اې ویندوی ټیموتي باریټ د بشري حقونو د څار د ډلي د راپور په غبرګون کي ویلي. چي دوی له قانون سره سم او د بشپړي څارني د سیسټم مطابق عملیات کوي.