برېښنا شرکت انټرنيټ د برېښنا د ساکټ له لاري تر خلکو رسوي

د انټرنيټ يو شمېر کمپنۍ دې ته چمتو سوي دي، چي په افغانستان کي د برېښنا له لاري ارزانه انټرنيټ تر خلکو ورسوي.

د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، هغه کسان چي د افغانستان د برېښنا شرکت له برېښنا څخه استفاده کوي، هغه ته به د انټرنټ مزي د برق د ساکټ له لاري انتقال سي، چي دا به يو لوی پرمختګ وي.

د توحيدي په وينا دا نوی انټرنيټ به هم ارزانه وي، هم به يې کيفيت ډېر ښه وي. برېښنا شرکت له يو شمېر کمپنيو سره خبري پيل کړي دي او هيله من دی، چي ډېر ژر به ددې پروژې تدارکاتي چاري پيل سي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...