افغان حکومت وايي، په پام کي لري په کابل کي د زرګونو کيلوګرامه چادوېدونکو موادو د کشف او ضبط په خاطر ځينو پوليس افسرانو ته فوق العاده رتبې ورکړي.
د کورنيو چارو سرپرست وزير ويس احمد برمک په کابل کي يوه کنفرانس ته وويل، له ځينو پوليسو سره مالي مرستي کيږي. د کورنيو چارو وزارت وايي، تېره شپه په يوه باروړونکي موټر کي ٢٧٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي مواد بار سوي وه، چي د کابل په پنځمه حوزه کي ونيول سول. ددغه موټر چلوونکى هم نيول سوى دى.