نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو او لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی، چي که امریکا په افغانستان کي له طالبانو سره له یو داسي “حقیقي” جوړجاړي دمخه چي افغان حکومت هم پکښي دخیل وي، خپل سرتېري له دې هيواده وباسي افغانستان به یوې بشپړي کورنۍ جګړې سره مخ سي.
دوی د امریکا له حکومت څخه غوښتي چي له افغانستانه د سرتيرو په ایستلو کي بېړه ونهکړي.
په دغو ډیپلوماټانو کي پنځه تنه په کابل کي د امریکا سفیران پاته سوي، یو یې د افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده وکړي او یو یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال دئ.
دا خبرداری داسي مهال ورکول کيږي چي امریکایي پلاوی او طالب استازي د قطر په مذاکراتو کي یوه توافق ته رسېدلي.
دغو پخوانیو امریکايي چارواکو د سه شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کي چي د اتلانتیک شورا په نوم څېړنیز مرکز خپور کړی ویلي، له افغانستانه “په زیات شمېر د سرتيرو ایستل باید له نهايي سولي سره مشروط وي او باید د سولي په یو رښتیني هوکړي پسي وي، نه تر هغي مخکي.”
په اعلامیه کي راغلي چي د امریکايي سرتيرو په شمېر کي لومړنی کمی باید دومره زیات یا دومره چټک نه وي چي طالبان باور وکړي پوځي بریا ترلاسه کولای سي.