امریکايي ځواکونه: په عملیاتو کي د ملکي خلګو د مصئونیت له پاره فوق العاده زیات احتیاط کيږي

د امریکايي ځواکونو له لوري په خپاره سوي بیان کي ټینګار سوی، چي په عملیاتو کي د ملکي خلګو د مصئونیت له پاره  فوق العاده زیات احتیاط کيږي.

په کابل کي د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پرون وویل چي د مې پر پنځمه په بکوا او دلارام ولسوالیو کي په هوايي حمله کي د ۱۴ماشومانو په ګډون ۳۹ ملکي وګړي وژل سوي او زخمیان سوي وه.

خو په افغانستان کي مېشتو امریکايي ځواکونو وویل چي د حملو هدف په دې سیمو کي د وسله والو طالبانو د مخدره موادو د پروسس تر ۶۰ زیات مرکزونه وه.

ملګرو ملتونو وویل چي په بکوا او دلارام کي پر لابراتوارونو په هوايي حمله کي داسي کسانو ته زیان رسېدلی چي په جګړه کي ښکيل نه وه، چي له دې امله پر نړیوالو بشري قوانینو تېری ګڼل کيږي.

پرونی رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او یوناما په ګډه جوړ کړی دئ.

په رپوت کي ویل سوي چي هغو کسانو چي په لابراتوار کي یې کار کوی، په جګړه کي برخه نه درلوده، له دې امله هغوی باید له حملي مصئون پاته سوي وای.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...