د کابل ګارنېزون وايي، په تېرو دوو مياشتو کي يې په کابل کي تر ۴۹ زرو ډېر عملياتي فعاليتونه کړي دي.
ددغه ګارنېزون سرپرست جنرال افضل امان په کابل کي يوې غونډي ته وويل، په دغو اوپراسيوني فعاليتونو کي د عملياتو تحرکات، تصفيه او تالاشي، امنيتي مسايل او په کابل کي نور اوپراسيوني تدابير شامل دي، چي مثبتي اغېزې يې څرګندي دي.
کابل ګارنېزون وايي، ددغو فعاليتونو له کبله په تېرو دوو مياشتو کي ١١٣٣ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول سوي او په دې موده کي په کابل کي جرمونه هم کم سوي دي.