د پاکستان یو بحث پارونکی سیاستوال بالاخره ونیول سو، خو په خپل هېواد کي نه، بلکي په برتانیا کي.
پر الطاف حسین په پاکستان کي د تُندو او پاورونکو ویناوو تور پوري سوی.
د دې تورونو په اړه څېړني د پاکستان او برتانیا له خوا په شریکه سوې او بالاخره د لندن پولیسو نوموړی په همدې ښار کي ونیوی.
الطاف حسین چي شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري، سره له دې چي په تبعید کي اوسېږي، د پاکستان په کراچي ښار او سند ایالت کي پراخ نفوذ لري.
یو شمېر سیاسي ګوندونه د حکومت د یو مخالف سیاست وال الطاف حسین پر نیول کېدو غوصه سوي دي.
د الطاف حسین سره تړلي قومي متحده تحریک ګوند په دې ښار کي پیاوړی او له اتیایمي لسیزي راهيسي د کراچي مافیا بلل کيږي.
الطاف حسین قوي شبکې لري چي په وسیله یې کراچي اداره کوي او آن په تيرو ۳۰ کلونو کي چي په بریتانیا کي وو، پردې ښار یې خپل نفوذ ساتلی دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون