اې بي سي نیوز په یوه راپور کي ویلي، چي افغان هوايي ځواک په جګړه ییز حالت کي تر روزني لاندې نیول سوی خو سره له دي یې هم وده او پرمختګ د پام وړ دی.
استرالیايي روزونکو چي افغان پوځ د بلک هاک کارونې ته روزي وايي، افغان ځواک به ډېر پیاوړي سي او د روزني لړۍ به یې نوره هم چټکه سي.
سرچینې ویلي، چي دمګړی ۳۰۰ استرالیايي پیلوټان په دوره يي توګه د افغان هوايي ځواک پیلوټان روزي.
پوځي پوهانو ویلي چي په جګړه ییز حالت کي د افغان پوځ روزل ستونزمن کار دی، ځکه په یوه وخت کي دوی هم باید جګړه وکړي او هم روزنه تر لاسه کړي.
رسنۍ بیا د امریکايي چارواکو له خولي لیکي چي ناټو او امریکا غواړي افغان هوايي ځواک په پرمختللو وسلو سمبال کړي، الوتکي او چورلکي یې ډېرې کړي او په دې توګه به افغانستان یو قوي هوايي ځواک ولري.
سرچینې همدا راز ویلي چي ورو ورو به د روسیو الوتکو ځای امریکايي او پرمختللي الوتکي ونیسي.