دعامي روغتیا د وزارت د کتلوي معافیت د برخي مشر ډاکتر دستګیر نظري وویل چي دا کمپاین به لس ورځي دوام ولري .
د ښاغلي نظري په وينا د شري د واکسين لومړی پړاو په بدخشان، بادغيس، غور، باميان، خوست، غزني، کابل، کاپيسا، لوګر، نورستان، پکتيکا، پکتيا، پنجشېر، پروان، سرپل، وردک او دایکنډي ولایتونو کي عملي کیږي.