د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، هيواد ته د پاکستان او ایران له لوري قاچاقي وارداتو ستونزي جوړي کړي.
د دغي خوني مرستیال خان جان الکوزی وايي، چي د قاچاقو اصلي لاملونه د سرحداتو نه کنټرول، د زورواکو موجودیت، فساد او جګړه ده.
ده وویل، په دې کي هېڅ شک نسته چي ځيني اموال قاچاق کيږي، خو دا ستونزه یوازي د پاکستان او ایران له لوري ده او دا واقعیت دئ.
دی وايي، د افغانستان له لوري هم یو څه محصولات لکه قیمتي ډبري، لرګي او کرومایت نورو ملکونو ته قاچاق کيږي.
ښاغلی الکوزی وایي، که د دې قاچاقو مخنیوی ونه سي، د دولت عواید به ورسره راکم او په مارکېټ کي به ګڼي ستونزي رامنځته کړي.