افغانستان له اسيايي پراختيايي بانک څخه غوښتي دي، چي په افغانستان کي د اوبو د بندونو او نورو عام المنفعه پروژو د رغوني په برخو کي مرسته وکړي.
ارګ په يوه خبرپاڼه کي وايي، ولسمشر اشرف غني تېره پنجشنبه د اسيايي پراختيايي بانک له مرستيال مشر وينکاي ژانګ سره په کتنه کي غوښتنه وکړه، چي اسيايي بانک به د اوبو او برېښنا د بندونو او همداراز له لمر او باد څخه د تمديد وړ انرژۍ د توليدي پروژو په رغونه کي د افغانستان سره مرسته وکړي.
ولسمشر اشرف غني، همداراز په لږ لګښت او لوړ کيفيت د پروژو د ډيزاين په برخه کي له افغانستان سره د اسيايي بانک د مرستي غوښتنه وکړه. خبرپاڼه زياتوي، چي د اسيايي پراختيايي بانک مرستيال مشر له افغان ولسمشر سره ژمنه وکړه، چي په خپله نوې ستراتيژۍ کي به د افغانستان غوښتني په پام کي ونيسي.