د افغان حکومت اجرائيه رئيس د امريکا له متحدو ايالاتو غوښتنه کړې، چي د افغان ځانګړو ځواکونو سپېشل فورس د عملياتي ظرفيت په لوړولو کي مرسته وکړي.
د اجرائيه رياست خبرپانه وايي، چي عبدالله عبدالله پرون دوشنبه د امريکا د پوځ د ځانګړو عملياتو له قوماندان، سره په کابل کي خبري وکړې. خبرپاڼه زياتوي، چي عبدالله عبدالله د ترورېزم پرضد په عملياتو کي د ځانګړو ځواکونو ونډه اغېزمنه او مهمه بللې ده. هغوی د افغانستان او امريکا د پوځونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ږغېدلي دي. اجرائيه رئيس د افغانستان لپاره د امريکا د حکومت نوې ستراتيژي ستاېلې ده.