کندهار ښاریان: د ښوونکو، اجيرانو او سربازانو معاش باید لوړ سي

رپوټ: مهتمم صالح

په افغانستان کي ښوونکي په کم امتياز دنده کوي، د هيواد د ولسي جرګې وکيلانو د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې له پاره د ښوونکو، سرتېرو او اجيرانو د معاشانو د لوړېدو طرحه تصويب کړې ده.

د کندهار ښاريان د ولسي جرګې د غړو د دغه پرېګړي ملاتړ کوي او وايي، بايد د دغه درو طبقو دولتي کارمندانو معاش لوړ سي.

دوی وايي، دغه کسان هم حق لري، چي د خپلو اولادونو اړتياوي پوره کړي.

دوی زیاتوي دغه کسان تر ډېرو دولتي مامورينو زیات کار کوي، خو معاشات یې بيا تر ټولو کښته دي، چي دا عدالت نه ګڼل کيږي.

د ښاريانو په خبره، چي ښوونکي د خلګو د اولادونو روزونکي دي او په نوره نړۍ کي يې معاش ډېر لوړ دئ، خو دلته که څه هم دغه کسان ډېره خواري کاږي، خو معاش يې ډېر لږ دئ او د دوی له پاره بسنه نه کوي.

ولسي جرګې په تېرو اوونيو کي وروسته تر هغه د ښوونکو، سرتیرو او اجيرانو د معاشانو د لوړېدو پرېکړه وکړه، چي په ځينو ولايتونو کي دولتي مامورينو ويلي وه، چي که يې معاش لوړ نه سي دوی به کار بنديز اعلان کړي.

د ولسي جرګې رئیس ويلي وه، تر هغه دي دولت دغه طرحه عملي نه کړي، د ولسي جرګې غړي به په ژمنيو رخصتيو ولاړ نه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...