په کندهار کي شلو نارينه او ښځينه خبريالانو ته په څلورو برخو کي يو ورځنی ورکشاپ ورکړل سو

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د نی يا ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مسئولين وایي، چی په دغه ولايت کي يې د سه شنبې په ورځ شلو نارينه او ښځينه خبريالانو ته په څلورو برخو کي يو ورځنی روزنيز سمينار جوړ کړ.

د دغه ادارې مشر عبدالسمېع غيرتمل وايي، چي په دغه سيمينار کي يې خبريالانو ته د ډيجيټل خونديتوب، د کورونا وايروس څخه د ځان ساتني، شعياتو او اوازو څخه نه خپرول او حقيقت ته ځان رسول او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي خبريالانو ته روزنه ورکړل سوه.

هغه وایي، چي د دغه ورکشاپ ځيني برخي په انلاين شکل د مرکز څخه هم تدريس سوې.

بلخوا هغه خبريالان چي په ياد ورکشاپ کي یې ګډون کړی وو وايي، چي په دغه ورکشاپ کي ځيني معلومات ورته نوی وه، چي دوی به ورڅخه د راپور جوړولو پر مهال استفاده کوي.

دوی وايي، د دغه ډول ورکشاپونو په مرسته کولای سي، چي د راپور جوړولو لا ډېر مسلکي واوسي.

د دې تر څنګ نی ادارې مسولین وايي، چي د کرونا ناروغۍ له خاطره يې د خبريالانو د روزني ورکشاپونه ځنډېدلي وه، چي اوس بیا پلان لري، چي په بېلابیلو برخو کي خبريالان وروزي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...